په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکي بنسټ یا په جلاوطنۍ کې نی، له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د خبریالانو د خوشې کیدو لپاره د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

دې بنسټ د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره اعلان وکړ چې د رسنیو د فعالانو نیول د طالبانو د حکومت لپاره په یوه ورځني عادت بدل شوي دي. په وروستیو ورځو کې درې خبریالان نیول شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، دا مهال لږ تر لږه اووه خبریالان په زندانونو کې دي. نی بنسټ ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له دې مسلې سترګې پټې نه کړي.

#د\_بیان\_ازادي #خبريالان #افغان\_رسنۍ

🌐

Author