په بامیان ولایت کې سرچینې وایي چې د طالبانو حکومت د کار جواز ورکولو لپاره د وینې معاینې په بدل کې له غوښتونکو څخه درې زره افغانۍ نغدې پیسې اخلي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې دا خدمتونه د بامیانو په ولایتي روغتون کې په وړیا توګه وړاندې کیدل.
نامعلومه کسان چې ځانونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکي معرفي کوي، د کورنیو او بهرنیو موسسو کارکوونکي اړ کړي چې د کار جواز ترلاسه کولو لپاره درانه لګښتونه ورکړي. دغه نوي راغلي پلاوي په روغتون کې پخوانۍ شوې معاینې بې اعتباره بللې دي.
ان د روغتیا برخې یو شمیر کارکوونکي هم اړ شوي چې بیا د وینې معاینه ورکړي. د دغه ولایت اوسیدونکي دا ګام غیرقانوني او یوازې د پیسو اخیستو یوه وسیله ګڼي چې پر خلکو یې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
#بامیان #د\_طالبانو\_حکومت #د\_کار\_جواز
🌐