د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې افغانستان ته راستانه شوې ښځې له سختو معیشتي ستونزو او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخامخ دي. دغه بنسټ په خپل نوي راپور کې ټینګار کړی چې د مناسب سرپناه نشتوالی او اقتصادي فشارونه د دې کورنیو لپاره د ژوند بیا رغونه خورا سخته کړې ده.
د راپور پر بنسټ ډیری دا ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. د بیلګې په توګه پروانه چې د دریو ماشومانو مور ده له ایران څخه هرات ولایت ته له راستنیدو وروسته اړ شوې چې د خپلو ماشومانو د لګښتونو پوره کولو لپاره د خیاطۍ په یوه کارګاه کې کار وکړي.
شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې یو اعشاریه اته میلیونه بې اسناده کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د راستانه شویو کورنیو ترمنځ د ژور بشري ناورین د مخنیوي لپاره هدفمندې مرستې خورا اړینې دي.
#کډوالي #افغان\_ښځې #بشري\_حقوق
🌐