د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، چین توانېدلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان اړوند مذاکراتو مسوولیت په غاړه واخلي.

دغه هېواد له جاپان، پاکستان او سوېلي کوریا سره په دیپلوماتیکه سیالۍ کې بریالی شو چې د افغانستان په اړه د پرېکړه لیکونو مسودې چمتو کړي.

چین ته د دې رول سپارل د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په سیاسي او اقتصادي چارو کې د بیجینګ د مخ پر ودې نفوذ او لیوالتیا ښکارندویي کوي.

#چین #افغانستان #امنیت\_شورا #سیاست

🌐

Author