د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال سره د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه خبرې کړې دي. دا لیدنه پر امنیتي ننګونو متمرکزه وه.
په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې د افراطي ډلو د استفادې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او سیمه ییز امنیت په برخو کې همکارۍ پیاوړې کړي.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې هېچا ته د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نه ورکوي. خو پاکستاني چارواکي تل د تحریک طالبان پاکستان له بریدونو شکایت کوي.
#پاکستان #امریکا #افغانستان #امنیت
🌐