د خوړو نړیوال پروګرام په یوه نوې ارزونه کې اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې شخړو په افغانستان کې بشردوستانه وضعیت خراب کړی دی. په نړیواله کچه د تیلو د بیو لوړیدو د دې هیواد پر نازک اقتصاد مستقیمې اغیزې لرلې دي.
د دې بنسټ موندنې ښیي چې د تیلو او خوراکي توکو د بیو د لوړیدو له امله رامنځته شویو شاکونو خلکو ته د پام وړ ستونزې جوړې کړې دي. دې عواملو په چټکۍ سره د زیانمنو کورنیو پر امنیت او معیشت منفي اغیزه کړې ده.
راپورونه ښیي چې په روان کال کې به له یوولس ملیونو ډیر افغانان د بحران په کچه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي. جوزجان او فاریاب ولایتونه له هغو سیمو څخه دي چې ترټولو ډیر زیان یې لیدلی دی.
#خوراکي\_امنیت #بحران #افغانستان
🌐