د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په تړاو د خپلو جنګي واکونو د محدودولو د طرحې پر تصویب سخته نیوکه وکړه. هغه هغه قانون جوړونکي چې دې اقدام ته یې رایه ورکړې ده غیروطنپالونکي او بې ضمیره وبلل.
د امریکا د استازو جرګې پدې وروستیو کې یوه طرحه تصویب کړه چې هدف یې د کانګرس له اجازې پرته د نورو پوځي اقداماتو مخنیوی دی. ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې دا بې مانا رایه اچونه د حساسو خبرو اترو په منځ کې شوې ده.
سپینې ماڼۍ دا اقدام د اساسي قانون خلاف بللی او رد کړی یې دی. د دې پریکړه لیک تصویب ښیي چې پر سپینه ماڼۍ د شخړو د پای ته رسولو لپاره فشارونه زیات شوي او د جمهوري غوښتونکو ترمنځ درز پیدا شوی دی.
🌐 #ډونالډ\_ټرمپ #امریکا #ایران