هند ته د طالبانو د حکومت د چارواکو پرله پسې سفرونه د دواړو لوریو په دیپلوماتیکو اړیکو کې یو نوی فصل ښيي. د دې لیدنو په ترڅ کې افغان وزیرانو له نوې ډیلي سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا تګ راتګ په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پولو د ستونزو له امله د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې دي. سیاسي شنونکي وايي چې هند له دې فرصت څخه له افغانستان سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره ښه ګټه پورته کوي.
د پاکستان پخوانیو استازو خبرداری ورکړی چې افغانستان باید د هند او پاکستان ترمنځ د سیالۍ پر ډګر بدل نه شي. له دې سره سره هند له پاکستان څخه ایستل شویو افغان کډوالو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړې دي.
#افغانستان #هند #سیاست #پاکستان
🌐