په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په خپل نوي راپور کې د امنیتي پیښو د ډیریدو خبر ورکړی دی. د فبروري له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر پایه ۳۶۸۷ پیښې ثبت شوي چې د تیر کال په پرتله ۵۷.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

په دې موده کې د طالبانو حکومت مخالفو جبهو په بیلابیلو ولایتونو لکه کابل او هرات کې د څو بریدونو مسؤلیت منلی دی. یوناما دا هم تایید کړې چې د داعش خراسان څانګې کوم لوی برید نه دی کړی، خو خپل جنګي توان یې ساتلی دی.

دا راپور د فبروري په میاشت کې د پاکستاني پوځیانو په هوایي بریدونو کې د القاعده شبکې د یوه قوماندان وژل کیدو ته هم اشاره کوي. دغه راز هغه امنیتي پیښې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي یې اغیزمن کړي دي، هم زیاتې شوي دي.

🌐 #یوناما #امنیت #افغانستان #طالبان

Author