پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو وروستي هوایي بریدونه په کلکه وغندل. هغه وویل چې پاکستان په سیمه کې د خپلو ناسمو سیاستونو او دښمنانه کړنو له پایلو سره مخ دی.

ښاغلي کرزي د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه چې د داسې ویجاړونکو سیاستونو دوام هېڅکله د ګاونډیانو په ګټه نه دی. هغه له پاکستانه وغوښتل چې د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.

له دې وړاندې، د حکومت طالبان ویاند هم تایید کړې وه چې په دې هوایي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون دیارلس ملکي وګړي وژل شوي دي. پاکستان تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

#حامد\_کرزی #افغانستان #پاکستان #بریدونه

🌐

Author