د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران او واشنګټن ترمنځ د متقابلو بریدونو په غبرګون کې له امریکا وغوښتل چې سیمه پریږدي. هغه خبرداری ورکړ چې که امریکا د خپلو ځواکونو امنیت غواړي، باید له منځني ختیځ څخه ووځي.
ښاغلي عراقچي ادعا وکړه چې امریکا له پرله پسې ماتو وروسته اوس د ایراني وسله والو ځواکونو اراده ازمويي. هغه ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو هیڅ ډول ګواښ یا برید به بې ځوابه پاتې نشي.
دا کړکیچ وروسته له هغه زیات شو چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ایران کې پر ځینو اهدافو د نویو بریدونو خبر ورکړ. د ایران سپاه پاسداران هم په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پر یوه پوځي اډه توغندیز بریدونه وکړل.
#ایران #امریکا #کړکیچ #منځنی\_ختیځ
🌐