په افغانستان کې د روسیې سوداګریز مرکز روسي ښځینه سیلانیانو ته خبرداری ورکړی چې د جامو د مقرراتو د نه رعایتولو په صورت کې به ونیول شي.

د دې مرکز د اعلامیې له مخې د طالبانو حکومت د ښځو د جامو لپاره سخت شرایط لکه د پراخو جامو اغوستل او د مخ پټول وضع کړي دي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات ولایت کې یو شمیر ښځې د دې مقرراتو د نه رعایتولو له امله نیول شوې دي.

#روسیه #افغانستان #ښځې #طالبان

🌐

Author