په روسیه کې یوې محکمې د دغه هېواد یو تبعه په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د حکومت په اړه د تبصرې کولو له امله جریمه کړی دی. محکمې ویلي چې دغه کس د روسیې او افغانستان د خلکو ترمنځ د کرکې پارولو هڅه کړې ده.

د محکمې د اسنادو له مخې، یاد شوي کس خپل جرم منلی او پښیماني یې ښودلې ده. محکمې هغه ته د لس زره روسي روبلو نغدي جریمه ټاکلې ده او هغه لس ورځې وخت لري چې د دې پریکړې په اړه خپله استیناف غوښتنه ثبت کړي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی. تر دې وړاندې په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر له روسي چارواکو غوښتي وو چې په رسنیو کې د دوی پر وړاندې د نیوکو مخه ونیسي.

#روسیه #طالبان #محکمه

🌐

Author