د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې واشنګټن به ډیر ژر پر ایران سخت بریدونه ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې امریکا پلان لري د خارګ ټاپو په ګډون د ایران د تیلو مهم زیربناوې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې ادعا کړې چې د ایران پوځي او دفاعي وړتیاوې له منځه تللي دي. هغه وویل چې د امریکا حکومت غواړي د ایران د تیلو او ګازو بازارونه په بشپړه توګه کنټرول کړي او دا کار یې د وینزویلا په وړاندې د امریکا له سیاست سره ورته بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په منځني ختیځ کې کړکیچ د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو ژوره اغیزه کړې ده. د دغو نښتو او د هرمز تنګي د تړل کیدو له امله په ډیرو هیوادونو کې د سون توکو بیې لوړې شوي دي.

#امریکا #ایران #تیل

🌐

Author