د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په خپل نوي راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ د کډوالۍ د کړکیچ په مرکز کې ځای لري. که څه هم په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر لږ کم شوی، خو دا وضعیت لا هم د اندیښنې وړ دی.
د دې راپور له مخې، په روان میلادي کال کې میلیونونه کسان د جګړو او تاوتریخوالي له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې تر اویا سلنې ډیر هغه کډوال چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د افغانستان او سوریې په څیر هیوادونو څخه دي.
دې نړیوالې ادارې د کډوالو لپاره د تلپاتې حل لارو غوښتنه کړې ده. په راپور کې راغلي چې بشري مرستې یوازې د ژوند ژغورلو لپاره دي، خو باید داسې زمینه برابره شي چې کډوال وکولی شي د ځان لپاره یو خپلواک او باثباته راتلونکی جوړ کړي.
#افغانستان #کډوال #ملګري\_ملتونه
🌐