د غزني ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د یوې ناچاودېدونکې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي. دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو غوښتل دا سرګلوله انتقال کړي.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو تایید کړې چې دغو ماشومانو له دې خطرناک توکي سره لوبې کولې. تېره اونۍ هم په پکتیکا ولایت کې په ورته پېښه کې اووه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

په تېر یوه کال کې په ټول افغانستان کې لسګونه کسان د ناچاودېدونکو توکو ښکار شوي دي. ماشومان د دې پټو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو ډېر زیان منونکي دي او د قربانیانو اووه شپېته سلنه جوړوي.

#افغانستان #غزني #چاودنه

🌐

Author