د هند مشهور سندرغاړي سونو نیګام ویلي دي چې هغه له یو دردناک روغتیايي حالت سره مخ دی. نوموړي په خواله رسنیو کې وویل چې اعصاب یې تر فشار لاندې دي او تیره اونۍ یې په روغتون کې د طبي معایناتو لپاره تیره کړې ده.
دې سندرغاړي زیاته کړه چې د فزیوتراپي درملنه ورته ډیره سخته او دردوونکې وه. هغه اوس د درد کمولو لپاره درمل کاروي چې له امله یې ستونی لږ څه دروند شوی او غږ یې بدل شوی دی.
له دې سخت فزیکي درد او ناروغۍ سره سره، سونو نیګام سټیج ته د بیرته ستنیدو لپاره چمتووالی نیسي. هغه ومنله چې دې ناروغۍ د ژوندي اجرایي پروګرامونو لپاره د هغه پر ځان باور یو څه اغیزمن کړی دی.
#سونو\_نیګام #موسیقي #روغتیا
🌐