د طالبانو حکومت په خپل نوي قانون کې پریکړه کړې چې د پولیس کلمه په عربي کلمه شرطه بدله کړي. دا موضوع څو میاشتې وړاندې په کندهار کې د طالبانو حکومت د مشرانو په غونډه کې مطرح شوې وه او اوس په کابل کې عملي کیږي.

سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت مشر غوښتنه کړې وه چې بهرني نومونه باید په ملي ژبو یا هغو کلمو بدل شي چې اسلامي ریښه لري. که څه هم د ساتندوی په څیر کلمې هم وړاندیز شوې وې، خو په پای کې د شرطه کلمه وټاکل شوه.

نیوکې کوونکي په دې باور دي چې د پارلمان په نشتوالي کې د داسې نومونو بدلول کولی شي په راتلونکي کې ستونزې جوړې کړي. د دې تر څنګ د ټولو موټرو، یونیفورمونو او مکتوبونو بدلول ډیر مالي لګښت لري چې په اوسنیو شرایطو کې لومړیتوب نه لري.

#افغانستان #پولیس #شرطه

🌐

Author