سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د هرات ولایت په مرکزي زندان کې یوې ځوانې ښځې د زهري توکو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی. دغې پنځه ویشت کلنې مېرمنې دوه ورځې وړاندې په زندان کې دا خواشینوونکی کار کړی دی.

ویل کیږي چې دا مېرمن له مسموم کېدو وروسته د درملنې لپاره شفاخانې ته لېږدول کېده خو روغتیایي مرکز ته له رسېدو وړاندې یې ساه ورکړه. سرچینې وایي چې هغه د خاوند له خبرې د سرغړونې په تور په دغه زندان کې بندي وه.

تر اوسه په دې اړه کره معلومات نشته چې دغې بندیانې څنګه په زندان کې دننه وژونکو توکو ته لاسرسی پیدا کړی دی. د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو هم تر اوسه د دې ترخې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

🌐 #ښځې #افغانستان #هرات

Author