د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډلې غړي هڅه کوي چې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا په رسمیت وپیژندل شي. یو شمېر دغو لوبغاړو په دې وروستیو کې په بریتانیا کې د شل اوریز نړیوال جام د پای لوبې پر مهال دا غوښتنه مطرح کړې ده.

په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او د نوي حکومت له راتګ وروسته دا ښځینه لوبغاړې اړ شوې چې هېواد پرېږدي. اوس مهال د دوی ډېری برخه په استرالیا کې د کډوالو په توګه ژوند کوي او هلته خپلو تمریناتو ته دوام ورکوي.

د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه دا تبعید شوې لوبډله په رسمیت نه ده پیژندلې او دوی له نړیوالو سیالیو بې برخې دي. ټاکل شوې چې دا لوبغاړې روانه اونۍ په بریتانیا کې ځینې ننداریزې لوبې ترسره کړي.

#کرکټ #افغان\_ښځې #ورزش

🌐

Author