د یوه افغان کډوال کورنۍ چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې مړ شوی، د هغه د قضیې په څېړنه کې د روڼتیا غوښتنه کوي. دا افغان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، له نیول کېدو لږ وروسته د تکزاس په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د عدلي طب راپور ښيي چې د هغه په وینه کې ځینې مواد موجود وو، خو کورنۍ یې دا ادعا په کلکه ردوي. دوی وايي چې د مړینې په سند کې جدي تېروتنې شته او د هغه د ټپي کېدو نېټه له نیول کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوې ده.

د کډوالو ملاتړو بنسټونو د امریکا د کډوالۍ له ادارې غوښتي چې د جسد د معاینې بشپړ راپور خپور کړي. د ډالاس څارنوالۍ د کډوالۍ ادارې په غوښتنه د دې راپور له بشپړ خپرولو ډډه کړې ده.

#افغان #کډوال #امریکا

🌐

Author