په خوست ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د تڼیو په ولسوالۍ کې یوه اتلس کلن افغان ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی. دغه ځوان په یاد ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی و او نهیلي یې اصلي لامل بلل کېږي.
د سرچینو په وینا دا ترخه پېښه د سه شنبې په وروستیو کې د درګي په کلي کې رامنځته شوې ده. تر اوسه د دې ځوان د ځانوژنې اصلي لامل روښانه نه دی خو دا په یوه ورځ کې په هېواد کې د ځانوژنې دویمه پېښه ده چې د کورنیو لپاره یې جدي اندېښنې راپارولي دي.
په تېرو څو ورځو کې په پکتیا او فاریاب ولایتونو کې هم ورته پېښې راپور شوې دي. افغان ارواپوهان په دې باور دي چې رواني ستونزې د بې وزلۍ له امله رامنځته شوي فشارونه بې کاري او د راتلونکي په اړه نهیلۍ د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې ستر لاملونه دي.
#خوست #افغان\_ځوانان #سیمه\_ییزې\_پېښې
🌐