په بامیان ولایت کې د بدني روزنې امریت اعلان وکړ چې د هیواد د هوایي ورزشونو فدراسیون رییس، نوید پوپل، په یوه ترخه ورزشي پیښه کې مړ شوی دی.

ښاغلی پوپل د دې ولایت په شهیدان کلي کې د پاراګلایډر تمریناتو پرمهال له لوړې ارتفاع څخه راپریوت. دې پیښې په افغان ورزشي ټولنه کې لوی ټکان رامنځته کړی دی.

نوید پوپل د دې بنسټ له تاسیس راهیسې د نهو کلونو لپاره د هغې مشري په غاړه درلوده. هوایي ورزشونه په دې وروستیو کې د افغانستان په غره ییزو سیمو کې دود شوي دي.

#ورزش #پاراګلایډر #بامیان

🌐

Author