نفیسه یوه پنځوس کلنه افغان میرمن ایران ته د مهاجرت په لاره کې د خپل زوی له مړینې وروسته له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مبارزه کوي. د هغې زوی یو کال وړاندې د کار موندلو او د کورنۍ د پورونو د ادا کولو په موخه ګاونډي هیواد ته تللی و.

اوس دا بوډۍ مور د خپلو دریو یتیمو لمسیانو او کونډې نږور پالنه پر غاړه لري او د عاید هیڅ سرچینه نلري. شدید فقر او بیکارۍ د دې لامل شوي چې ډیری افغان ځوانان د مهاجرت په خطرناکو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ورته کیسې شتون لري چې کورنیو خپل سرپرستان له لاسه ورکړي دي. وروستیو سرحدي سختیو او ډزو د پناه غوښتونکو لپاره د دې غیرقانوني سفرونو خطر بې حده زیات کړی دی.

#افغانستان #کډوالي #فقر #ایران

🌐

Author