یوناما خپل تازه راپور کې اعلان وکړ چې طالبانو د واک بیرته اخیستو راهیسې کمیسیونونه، پوځي محکمې او داخلي نظارتي واحدونه جوړ کړي دي. خو د شفافیت نشتوالی او د قربانیانو د شکایت کولو مخه نیوونکي خنډونه د پاسخ ګیرۍ هڅې کمزورې کړي دي.

د یوناما ۳۸ مخیز راپور د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د طالبانو د اصلي امنیتي ادارو نظارت ارزوي. راپور داسې قضیې ثبت کړي چې پکې ځواکونه نیول، تحقیق، لرې یا تعقیب شوي دي، خو دا اقدامات د عامه معلوماتو له منظمې خپرونې سره مل نه دي.

د یوناما سرپرسته جورجت ګانیان وویل چې د شکایتونو، تحقیقاتو او انضباطي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو محدودیت عامه باور کمزوروي او د بازدارندګۍ رول کموي.

#یوناما #طالبان #بشري\_حقوق #افغانستان #پاسخ\_ګیري

🌐

Author