د تیرې شپې د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ د خاک ریزک کوتل سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو موټر له سړک نه ووت او دره ته ولوید.
پدې پیښه کې د طالبانو د استخباراتو شپږ غړي ټپیان شول. درې ټپیان یې د جدي ټپونو له امله لومړی وندیان کلینیک ته او بیا فیض اباد ته لیږل شول.
دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو د نسي ولسوالۍ کې د جمعه خان فاتح سره د جګړې له امله له جنوب، کابل او شمال نه سلګونه نوي ځواکونه درواز ته رالیږلي دي.
#بدخشان #طالبان #درواز #افغانستان