د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د استقلال د کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې د هیواد استقلال ساتل د دوامداره سولې، ملي وحدت او د ټولو ماشومانو، هم نجونو هم هلکانو، لپاره د زده کړې د فرصت برابرولو ته اړتیا لري.
کرزي د ایکس په خپل پاڼه کې ولیکل چې روزل شوي بشري ځواک هغه وخت رامنځته کیږي کله چې ټول ماشومان زده کړې ته لاسرسی ولري. هغه ټینګار وکړ چې ملي وحدت هغه وخت مستحکمیږي کله چې د ګډ مالکیت احساس او د ګډ برخلیک باور په ټولنه کې خپور شي.
پخواني ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان یوازې د ملي یووالي او ځواک له لارې کولای شي پرمختګ وکړي او د نړیوالې ټولنې کې خپل شایسته ځای ترلاسه کړي. کرزي تیرو کلونو کې له طالبانو څو ځله غوښتي چې د نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي.
#کرزي #د\_افغانستان\_استقلال #د\_نجونو\_زده\_کړه #ملي\_وحدت