د امریکا یو فدرال قاضي د جمعې، د اسد د ۳۰مې نېټې، د ترامپ حکومت هغه پالیسي لغو کړه چې د ۷۵ هیوادونو، له هغو جملې افغانستان، د اتباعو لپاره د مهاجرتي ویزو صدور معلق کړی و. قاضي جنت وارګاس دا پالیسي "ښکاره توګه غیرقانوني" وبلله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د جنوري میاشتې کې اعلان کړی و چې له ۲۱ جنوري راهیسې به د ۷۵ هیوادونو اتباعو ته د مهاجرتي ویزو صدور ودروي. دا حکم د مهاجرینو د حقوقو د مدافعو ډلو له شکایت وروسته صادر شو.
دا حکم د هغو افغانانو لپاره مهم دی چې د امریکا د مهاجرتي پروګرامونو، له هغو جملې ځانګړي مهاجرتي ویزې، تر چوکاټ لاندې د ویزې انتظار باسي؛ خو دا د ټولو افغانانو لپاره د ویزې سمدستي صدور معنا نه لري.
#مهاجرت #ویزه #افغانستان #امریکا #ترامپ