د افغانستان د عدالت او ازادۍ حزب وايي چې طالبان د هزاره ګانو او شیعه ګانو شتون او بقا په نښه کړی دی.

دغه حزب په خپره شوې اعلامیه کې د خاتم النبیین د علمي حوزې برید او د جبرئیل هرات په سیمه کې د هزاره ګانو دوکانونو تړل د هزاره او شیعه ګانو له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو څخه د حذف سیاست برخه بللې ده.

حزب د هزاره او شیعه ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د دې سیاست په وړاندې متحد ودرېږي او له بشري حقونو ادارو او ملګرو ملتونو څخه یې غوښتنه کړې چې د طالبانو تبعیض ته غاړه ونه ږدي. #بشري\_حقونه #هزاره #شیعه

🌐 https://pbs.twimg.com/media/HRnTl_IawAAg6n_?format=webp&name=small

Author