د خوست ولایت سیمه‌ییزې سرچینې د مفتی هدایت‌الله په نوم د یو وکیل د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې پېښې انګېزه تر اوسه څرګنده نه ده او د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.په همدې حال کې، په جوزجان کې د طالبانو امنیتي ځواکونو په خانقاه ولسوالۍ کې د یو سړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د دغه سړي مېرمن د پېښې په تړاو نیول شوې ده.د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي. ډېری عاملین یې نامعلوم پاتې کېږي.#بشري_حقونه #افغانستان

Author