د افغانستان د ښځو اعتراضي خوځښتونو او مدني فعالانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ازبکستان د ولسمشر لور، سعیده میرضیایف، وروستۍ وینا ته غبرګون ښودلی دی. دوی له ازبکستانه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره هر ډول سیاسي او اقتصادي تعامل د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو، په رعایت پورې مشروط کړي.

دغو فعالانو د ښځو د سیاسي ګډون په برخه کې د ازبکستان د پرمختګونو د ستاینې ترڅنګ، په دې ژوره خواشیني څرګنده کړه چې اغلې میرضیایف په خپله وینا کې د خپل ګاونډي هېواد «د ښځو او نجونو د ناورین وضعیت» ته هېڅ اشاره ونه کړه. دوی ټینګار وکړ چې له پنځو کلونو راهیسې افغان مېرمنې له خپلو تر ټولو اساسي حقونو لکه زده کړې او کار څخه بې برخې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د آمو سیند په یوه غاړه کې د «جنسیتي اپارتایډ» پر وړاندې چوپتیا په داسې حال کې چې په بله غاړه کې د ښځو له حقونو ملاتړ کیږي، یو داسې تناقض دی چې سترګې پرې نشي پټېدای. افغان فعالانو د افغانستان مسئلې ته د تاشکند په یوازې اقتصادي او امنیتي لید نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې دا چلند د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو د عادي کیدو خطر لري.

د دغو فعالانو په وینا، «هېڅ سوداګریزه یا انرژي پروژه نشي کولی پایښت لرونکی ثبات رامنځته کړي په داسې حال کې چې د یوه هېواد نیمایي نفوس حذف شوی وي.» دوی څرګنده کړه چې د جنسیتي اپارتایډ سره په مقابله کې چوپتیا د بې طرفۍ په معنا نه، بلکې د اوسني وضعیت څخه د ملاتړ په معنا ده.

دغو خوځښتونو له ازبکستاني چارواکو وغوښتل چې د طالبانو لخوا پر ښځو لګول شوي تعلیمي او کاري محدودیتونه په ښکاره وغندي او له نړیوالې ټولنې وغواړي چې «جنسیتي اپارتایډ» د یوه نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

سعیده میرضیایف، چې د خپل پلار د دفتر رئیسه هم ده، په ملګرو ملتونو کې په خپله وینا کې ویلي وو چې افغانستان ته یوازې په امنیتي نظر کتل او دا هېواد د ګواښ سرچینه بلل، حل لاره نه ده او د افغانانو یوازې پرېښودل ستونزې نورې هم زیاتوي. افغان ښځینه فعالانو په غبرګون کې وویل چې د ښځو سیستماتیک ځپل یوه داخلي مسله نه ده، بلکې د ټولې سیمې ثبات ګواښي او باید د جیوپولیټیک ګټو قرباني نشي.

سرچینه: د افغان ښځینه فعالانو بیانیه

🌐

Author