د راپورونو له مخې، د فلای

دوبۍ شرکت د الوتکې عماني مرستیال پیلوټ چې تل

ابیب ته پرواز کې د کپتان د برید تور پرې لګېدلی، له پېښې وروسته یې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې له القاعده شبکې سره تړلي مواد خپاره کړي دي.

سي

ان

ان د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د تورن کس هویت «حمام الحمامي» دی. د هغه د لېنکډېن پروفایل ښيي چې نوموړي پخوا اوه کاله په عمان ایر شرکت کې کار کړی و، خو د افراطي نظریاتو په اړه د اندېښنو له امله د الوتنې له روزنیزو کورسونو څخه ایستل شوی و.

د فلای

دوبۍ په الوتکه کې له پېښې شاوخوا نهه ساعته وروسته، د الحمامي په لېنکډېن حساب کې دوه پوسټونه خپاره شول. د سي

ان

ان په وینا، په یوه ویډیو کې د الوتکې د کاکپيټ او د اسرائیلي شرکتونو «ايل

عال» او «آرکيا» د الوتکو عکسونه شامل وو. ویډیو د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري او په ۲۰۰۹ کال کې د ځانمرګي بریدګر همام خلیل ابوملال البلوي په انځورونو پای ته ورسېده.

ورته ویډیوګانې په ورته نوم او عکسونو په یوه انسټاګرام حساب کې هم خپرې شوې، او دواړه حسابونه وروسته حذف شول. دا نه ده معلومه چې دا مواد چا خپاره کړي دي. د الحمامي د حذف شویو ټویټونو څېړنه د هغه "ژور مذهبي او د ښځو ضد" نظریات په ډاګه کوي.

په ورته وخت کې، د متحده عربي اماراتو لوی څارنوالۍ څېړنې پیل کړې ترڅو معلومه کړي چې ایا دا پېښه "ترهګریز فعالیت" و. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې ګومان کېږي دا پیلوټ د "اسلامي افراطیت تر تلقین" لاندې راغلی وي.

سره له دې، تر اوسه د حمام الحمامي او کومې ترهګرې ډلې، په شمول د القاعده، ترمنځ کوم مشخص سازماني تړاو نه دی تایید شوی او تحقیقات دوام لري.

سرچینه: سي

ان

ان

🌐

Author