د بالیووډ مشهور اداکار، سیف علي خان، له کلونو ټولنیزو رسنیو څخه د لرې پاتې کېدو وروسته، بالاخره انسټاګرام سره یوځای شو، چې دې کار یې د مینه والو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د هغه په تایید شوي اکاونټ کې لومړی پوسټ د "پټودي کتابتون" انځورونه دي. سیف علي خان دا مهال یوازې خپله مېرمن، کرینا کپور خان، تعقیبوي، چې دې موضوع هم د کاروونکو پام ځانته اړولی دی. کرینا کپور پخپله د انسټاګرام یوه فعاله کاروونکې ده او ډېری وختونه د خپلې کورنۍ ژوند انځورونه شریکوي.

سیف علي خان د بالیووډ له هغو کم شمېر لویو ستورو څخه و چې تر دې دمه یې په ټولنیزو شبکو کې حضور نه درلود. همدا لامل و چې مینه وال یې دې پلیټ فارم ته د هغه د راتګ په تمه وو. هغه د خپل لومړي پوسټ لپاره د خپلې کورنۍ له کتابتون څخه یو عکس له دې جملې سره شریک کړ: "د پټودي کتابتون… د کتابونو قضاوت د هغوی له پوښ څخه…"

انسټاګرام ته د هغه راتګ د مینه والو او د فلم صنعت کې د هغه د همکارانو ترمنځ د هیجان یوه څپه راوستې ده. یوه کارونکي په تبصره کې لیکلي: "بالاخره هغه سړی چې له Z نسل څخه مخکې Z نسل و، راغی."

دا اقدام سیف علي خان ته دا فرصت ورکوي چې له خپلو مینه والو سره یو نوی او مستقیم ارتباطي چینل ولري او د خپل شخصي او مسلکي ژوند په اړه نږدې لیدلوری له هغوی سره شریک کړي. اوس ټول د "پټودي نواب" د راتلونکو پوسټونو په تمه دي.

سرچینه: د ساعتېرۍ رسنۍ

🌐

Author