افغان معلوله هنرمندې او متشبثې، ربابې محمدي، په کاناډا کې د «مکس ګالا» ادارې لخوا د «۲۰۲۶ کال هنرمندې» جایزه وګټله. دا جایزه په تورنټو ښار کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې چې لسګونو هنرمندانو پکې ګډون کړی و، اغلې محمدي ته ورکړل شوه.

«اسمایل کاناډا» ادارې، چې محمدي یې د «اوپن

شاپ» پروګرام کې برخه واله ده، د دې بریا مبارکي ویلې او هغه یې یوه الهام بخښونکې هنرمنده او متشبثه بللې ده. دې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي: «موږ ویاړو چې د اسمایل اوپن

شاپ پروګرام کې د افغان هنرمندې او متشبثې ربابې بریا او د هغې د استعداد او خلاقیت دا وړ تقدیر لمانځو.»

ربابې محمدي هم په خپل انسټاګرام پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د دې جایزې پر ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «زما په هنري لاسته راوړنو کې یوه بله لاسته راوړنه هم ور اضافه شوه؛ د کاناډا مکس ګالا د ۲۰۲۶ کال هنرمندې جایزه ماته را ورسېده.» هغې زیاته کړې چې دا جایزه یوازې یوه جایزه نه، بلکې د هغو ورځو یادونه ده چې له ټولو ستونزو سره سره یې په خپلو خوبونو ایمان درلود او له هڅو یې لاس وانخیست.

د راپورونو له مخې، محمدي د دې سیالۍ لپاره د ۲۰۰ نوماندو هنرمندانو له منځه د عامه رایو او د قاضیانو د دقیقې ارزونې پر بنسټ لومړی د ۱۰ غوره هنرمندانو ډلې ته لاره وموندله. بیا د دریو وروستیو نوماندانو له منځه، هغه د کال هنرمندې په توګه وټاکل شوه.

د «مکس ګالا» اداره، چې په ۲۰۱۵ کال کې په کاناډا کې تاسیس شوې، هر کال په لسو بېلابېلو برخو کې الهام بخښونکو فعالانو او شخصیتونو ته جایزې ورکوي. دا اداره هر کال په کاناډا کې د کال هنرمند او د کال مېرمن هم معرفي کوي.

ربابه محمدي په غزني ولایت کې زیږیدلې او د دواړو لاسونو او پښو د سخت فزیکي معلولیت سره سره، په خوله نقاشي کوي. هغې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په مسلکي توګه نقاشي پیل کړې او اثار یې چې زیاتره د افغان ښځو تجربې، هیلې او ننګونې انځوروي، نړیوال پام یې ځانته اړولی دی.

محمدي د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو د حکومت له راستنېدو وروسته له افغانستانه ووته او وروسته په کاناډا کې د پناه غوښتونکې په توګه میشته شوه. هغې تر دې مخکې هم د خپل فوق العاده هنر او نه ستړي کیدونکو هڅو له امله ګڼې جایزې ګټلې دي.

سرچینه: رسنۍ

🌐

Author