د اکونومیسټ مجلې د یوه تازه تحلیل له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر غواړي د دغه هېواد په سیاسي او جغرافیایي جوړښت کې پراخ بدلونونه راولي. د دې بدلونونو اصلي موخه د سیاسي مخالفانو کمزوري کول او د لویو ملي ګوندونو په کوچنیو سیمه ییزو ګوندونو وېشل ښودل شوي دي.
دغې معتبرې مجلې راپور ورکړی چې د جنرال منیر په مشرۍ د پاکستان د پوځ ستراتیژي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف (PTI) او مسلم لیګ نواز (PML-N) په څېر د ځواکمنو سیاسي ګوندونو د نفوذ پر کمولو متمرکزه ده. دا پلان ظاهراً د دې ګوندونو په وېشلو سره په ملي کچه د سیاسي واک د وېشلو او پر سیاسي ډګر د پوځ د کنټرول د پیاوړي کولو په لټه کې دی.
په ورته وخت کې، د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي چې په دې راپور کې یې یادونه شوې، په دې باور دي چې دا اقدامات کیدای شي پر سیمه ییزو سیاسي واحدونو د مرکزي حکومت د کنټرول زیاتولو لپاره د یوې لویې طرحې برخه وي. د دغو شنونکو په وینا، پوځ د کوچنیو او ډیرو وابسته سیاسي واحدونو په جوړولو سره کولای شي د هیواد په سیاسي او اقتصادي جوړښت کې خپل نفوذ پراخ کړي.
د پاکستان سیاسي تاریخ تل له پوځي لاسوهنو سره مل و، او وسله والو ځواکونو د ملکي حکومتونو په برخلیک ټاکلو کې پرېکنده رول لوبولی دی. د اکونومیسټ تحلیل ښیي چې دا بهیر ممکن د جنرال منیر تر مشرۍ لاندې نوي پړاو ته داخل شي، چې په هغه کې د هیواد سیاسي جوړښت په بنسټیزه توګه بدلیدلی شي.
دغو پلانونو په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. منتقدین وايي چې دا ډول اقدامات کولی شي نوره سیاسي بې ثباتي رامنځته کړي او د اتباعو دیموکراتیک حقونه محدود کړي.
که څه هم د پاکستان پوځ په رسمي توګه په دې تحلیل باندې تبصره نه ده کړې، د جنرال منیر د موخو په اړه اټکلونه د پاکستان په سیاسي او رسنیزو کړیو کې زیات شوي دي. د پاکستان سیاسي راتلونکې او د ملکي او نظامي بنسټونو ترمنځ د واک انډول په سیمه کې د بحث یوه مهمه موضوع پاتې ده.
سرچینه: اکونومیسټ
🌐