د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رييس شهاب
الدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره په کتنه کې د بشري مرستو پر پراختیا خبرې کړې دي. د دې خبرو اصلي محور په افغانستان کې بشري وضعیت او د اړمنو وګړو اړتیاوې وې.
دغې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي دلاور په دې کتنه کې د طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو کورنیو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه راستنو شویو افغان کډوالو وضعیت ته اشاره وکړه. هغه ټینګار وکړ چې یادې کورنۍ سرپناه، خوراکي او غیر خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته جدي اړتیا لري.
د افغاني سرې میاشتې رییس د دغې ټولنې د فعالیتونو په اړه هم مالومات ورکړل. هغه په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونو، په اوو سیمهییزو زونونو کې د حرفوي زده
کړو پروګرامونو او د رواني ناروغانو درملنې ته اشاره وکړه.
ښاغلي دلاور په دې ناسته کې له بریتانیا څخه په ټول افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د لا پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه. دا غوښتنه په ځانګړې توګه د راستنېدونکو د ملاتړ او د روغتیا برخې د پیاوړتیا په برخه کې وه.
په مقابل کې، د خبرپاڼې په وینا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ژمنه وکړه چې هېواد به یې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او روغتیايي برخو کې له یادې ټولنې سره اغېزمنه همکاري وکړي.
دا کتنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د بشري ناورین د ژورېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، په ځانګړې توګه د هغو میلیونونو خلکو لپاره چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
سرچینه: د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرپاڼه
🌐