د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیر احمد حقاني، په میدان وردګو ولایت کې د «مجاهد» پوځي موزیم د پرانیستې پر مهال وویل چې ځواکونو یې د نړۍ زبرځواکونه په کم لګښته وسایلو او محدودو امکاناتو مات کړي دي.
ښاغلي حقاني د پنجشنبې په ورځ په دې مراسمو کې وویل چې د طالبانو ځواکونو د کم لګښته ماینونو په کارولو سره امریکایي ځواکونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي، چې امریکا یې په افغانستان کې جګړې پای ته رسولو ته اړ کړه. هغه وویل: «دا ماین چې تاسې یې وینئ په ډېرو کمو پیسو جوړ شوی او د دوی ګران بیه وسایط او ټانګونه په همدې له منځه تلل. نو په ډېر کم لګښت د دوی ډېر ګران بیه وسایل له منځه تلل چې همدې امریکا او د دوی ملګري وارخطا کړل.»
د اطلاعاتو او کلتور وزیر زیاته کړه چې افغانانو په خپله خاوره کې تل تېري کوونکي مات کړي او له دې وروسته به هم هر تېری کوونکی له ورته برخلیک سره مخ شي. هغه پاکستان ته په اشارې وویل، د ګاونډیانو په ګډون که هر څوک د افغانستان پر حریم تېری وکړي، له ورته برخلیک سره به مخ شي.
په ورته وخت کې، په میدان وردګو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس، حبیب الله مجاهد، وویل چې دغه موزیم څلور برخې لري: پوځي، تاریخي، قلمي او د ۳۰۵۱ شهیدانو د نومونو برخه چې ۵۳ تنه یې فدایان دي. د هغه په وینا، په دې موزیم کې ۲۵۰ قلمه لرغوني اثار او ۲۶۱ قلمه جنګي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رییس، سعید خوستي وویل: «یو لوی امریکایي ټانګ چې میلیونونه ډالر بیه یې درلوده، په همداسې وسایلو چاودنه ورکړل شوه. دا ټول د جهاد اثار دي او د اسلامي امارت د مشر لخوا موږ ته دنده سپارل شوې چې دا اثار راټول کړو، څو نورو نسلونو ته یو پیغام ولېږدوي.»
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، هڅې روانې دي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د افغانانو لخوا کارول شوې ځینې جنګي وسلې او اثار هم راټول او په دغه موزیم کې وساتل شي.
سرچینه: محلي راپورونه
🌐