د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د کورونو کرایې په بې ساري ډول لوړې شوې دي او ډېری کورنۍ نور د کرایې د ورکړې توان نه لري. دغه وضعیت د اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د کم عاید لرونکو کورنیو لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.
د آمو ټلوېزیون د راپور له مخې، د هرات اوسېدونکي له دې وضعیته اندېښمن دي او وايي چې په اوسني عاید سره د مناسبې کرایې کور موندل تقریبا ناشوني شوي دي. دوی له طالبانو له حکومته غواړي چې د بیو د کنټرول او د کرایو د لا زیاتوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
په ورته وخت کې، په هرات کې د یوه رهنمای معاملات مالک د دې زیاتوالي اصلي لامل له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنیدونکو او کورنیو بې ځایه شویو پراخ حضور ګڼي. په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو له جبري ایستلو وروسته، هرات ولایت ته په زرګونو کورنۍ راستانه شوې دي.
د نفوس دغه ناڅاپي زیاتوالي د کورونو غوښتنه په شدت سره لوړه کړې، په داسې حال کې چې عرضه په هماغه اندازه پاتې ده. د عرضې او تقاضا ترمنځ دغه نابرابرۍ د کورونو مالکینو ته دا فرصت ورکړی چې کرایې په خپله خوښه لوړې کړي.
ډیری راستنې شوې او بې ځایه شوې کورنۍ د لږو مالي سرچینو او پرته له کوم ملاتړه د هرات په څېر لویو ښارونو ته راغلي دي. دوی د خپلو کورنیو لپاره د سرپناه په موندلو کې له جدي ننګونو سره مخ دي او ډیری وختونه په نامناسب شرایطو او لوړو لګښتونو کې ژوند کولو ته اړ کیږي.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د دې بحران د مدیریت لپاره عاجل اقدام ونه شي، د هرات په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې به ټولنیزې او اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي.
سرچینه: آمو
🌐