د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د شخړې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د حل غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې د عربستان په ټاپووزمه کې وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۸مه، راپور ورکړ چې لاوروف دا څرګندونې د روسیې او خلیج همکاریو شورا ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو له نهم پړاو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
ښاغلي لاوروف وویل چې روسیه د خلیج همکارۍ شورا کې له خپلو شریکانو سره یوځای، د یمن د کړکېچ لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیک حل څخه بشپړ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د دې بحران د حل لپاره لازم شرایط برابر دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ځانګړې توګه د ۲۰۲۳ کال "لارې نقشې" ته اشاره وکړه چې د سعودي عربستان په فعال او مخکښ رول سره جوړه شوې ده. هغه دا نقشه د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره یو ښه بنسټ وباله.
په یمن کې جګړې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې روانه ده، په نړۍ کې یو له تر ټولو بدو بشري ناورینونو څخه رامنځته کړی دی. د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې شوي خو تر اوسه کومې قطعي پایلې ته نه دي رسېدلي.
د خلیج همکارۍ شورا، چې سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویټ، متحده عربي امارات او عمان پکې شامل دي، په دې شخړه کې یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي. له دې شورا سره د روسیې همغږي کولی شي د سولې له هڅو سره مرسته وکړي.
سرچینه: تاس خبري اژانس
🌐