د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په نړۍ کې د لوږې پر لوړې کچې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د وروستیو لسیزو له پرمختګونو سره سره، د خوړو نړیوال سیسټم لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.
ښاغلي ګوترېش د دوشنبې په ورځ، د میزان په ۲۷مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په نړۍ کې د لوږې کچه "لا هم په نه منلوونکي ډول لوړه ده." هغه ټینګار وکړ چې خوړو ته لاسرسی د هر انسان حق دی او له هیوادونو یې وغوښتل چې د ټولو لپاره د سالم او کافي خواړو د برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې بشري وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې چې د میزان په ۲۳مه خپور شو، په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب تر ټولو بد حالت ته رسېدلی او میلیونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.
راپور په ډاګه کوي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي. دا شمېره په دغه هیواد کې د لوږې تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ښيي او د هغه بشري ناورین ژوروالی په ګوته کوي چې افغانستان ورسره مخ دی.
د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي سقوط، پرله پسې وچکالۍ، نړیوال بندیزونه او د مرستندویه موسسو پر فعالیتونو محدودیتونو په ګډون ګڼو عواملو دغه بحران ته لمن وهلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې زیاته کړه: "راځئ چې خپلې ګډې ژمنې په عملي اقداماتو بدلې کړو او د ټولو لپاره پایښت لرونکي، سالم او عادلانه خوراکي سیسټمونه تضمین کړو."
سرچینه: ملګري ملتونه
🌐