د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغان کورنیو لپاره خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
دغې ادارې د شنبې په ورځ، د لړم په دوهمه، د ملګرو ملتونو د تاسیس د ۸۱مې کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د کورنیو د ملاتړ لپاره له خپلو بشري شریکانو سره کار کوي. د اوچا په وینا، دا همکاري د دې لپاره ده چې له کورنیو سره د بحرانونو په له منځه وړلو او د هغوی د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته وشي.
اوچا ټینګار کړی چې خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو ته لاسرسی د کورنیو لپاره خورا مهم دی ترڅو وکولای شي له شته ستونزو سره مقابله وکړي. دې ادارې همدارنګه د خلکو د ژوند د پایښت لپاره پر پانګونې ټینګار کړی ترڅو ټولنې ځان بسیاینې ته ورسېږي او د بحرانونو پر وړاندې خپله وړتیا بیا ورغوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان له سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی. له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو ډله ایز راستنیدل او د اقلیمي بدلونونو پایلې، لکه وروستي سیلابونه او وچکالۍ، په هیواد کې د میلیونونو خلکو ژوند لا پسې سخت کړی دی.
د اوچا د راپورونو له مخې، وروستیو ویجاړونکو سیلابونو بشري مرستو ته اړتیا ډیره کړې او له ۷۳ زرو څخه ډیر خلک یې اغیزمن کړي دي. خو دغې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره اړین بودیجه له جدي کمښت سره مخ ده.
اوچا او شریکانو یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشردوستانه پروګرامونو لپاره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي ترڅو د بشري ناورین مخه ونیول شي او تر ټولو اړمنو خلکو ته حیاتي مرستې ورسول شي.
سرچینه: ۸صبح
🌐