د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، په سختو او بې ساري څرګندونو کې، د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او د بلوچستان ازادي بخښونکي پوځ (BLA) ترڅنګ "د هند نیابتي ډله" وبلله. هغه خبرداری ورکړ چې کابل به "له تروریزم څخه د ملاتړ" دروند قیمت پرې کړي.
دغه لوړپوړي پاکستاني پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د افغانستان خاوره لا هم د "غیر دولتي عناصرو" لخوا اداره کېږي. هغه څرګنده کړه چې د TTP او BLA ډلې د پاکستان د ملي امنیت پر وړاندې د مرګونو بریدونو لپاره په افغانستان کې له امن پټنځایونو څخه کار اخلي.
ښاغلي چودري ټینګار وکړ چې اسلام اباد د طالبانو له حکومت څخه یوازې یوه مشخصه غوښتنه لري او هغه له دغو ډلو څخه د هر ډول ملاتړ سمدستي بندول دي. هغه خبرداری ورکړ: "که د طالبانو حکومت د دغو ډلو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره عملي ګام پورته نه کړي، نو دروند قیمت به پرې کړي."
دا تورونه او خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شول چې د تورخم په لاره او د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د پاکستان او طالبانو د پولو ځواکونو ترمنځ سخته ډزې وشوې. په دې نښتو کې، چې څو ساعته یې دوام وکړ، یو پاکستانی ملکي وګړی ووژل شو او د تورخم لاره په موقتي توګه وتړل شوه.
دا په کابل کې واک ته د طالبانو له بیا راتګ راهیسې د پاکستان د پوځ لخوا د طالبانو پر وړاندې تر ټولو سخت دریځ دی او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د کړکېچ اوج ښيي. له دې مخکې هم د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له پولې هاخوا د تروریزم پر وړاندې مبارزه د اسلام اباد "سره کرښه" بللې وه.
د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو شتون او فعالیتونه رد کړي دي. خو اسلام اباد په وار وار له طالبانو څخه د دې ډلو د کنټرول لپاره د جدي او د تایید وړ اقداماتو غوښتنه کړې، یوه غوښتنه چې د پاکستان په وینا تر اوسه بې ځوابه پاتې ده.
دا کړکېچونه کولی شي د سیمې امنیت او د افغانستان نازک وضعیت لپاره پراخې پایلې ولري. د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې، چې یو وخت نږدې بلل کېدې، اوس خپل تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
سرچینه: پاکستانۍ رسنۍ
🌐