د پاکستان الفلاح بانک په رسمي توګه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل بانکي فعالیتونه په بشپړه توګه پای ته رسولي دي.

د دغه بانک د خبرپاڼې له مخې، په کابل او هرات کې د الفلاح بانک ټولې څانګې غضنفر بانک ته سپارل کېږي ترڅو چارې پر مخ ولاړې شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د فعالیتونو دا لېږد د افغانستان د مرکزي بانک په رسمي هوکړې سره شوی او د لړم له ۱۴مې نېټې عملي شوی دی.

تر دې وړاندې الفلاح بانک له خپلو ټولو پېرودونکو غوښتي و چې د نوامبر تر ۲مې خپل حسابونه مشخص کړي چې پیسې لېږدوي که خپل حسابونه تړي.

د دې پرېکړې پر بنسټ، که پېرودونکو لارښوونه نه وي کړې، پاتې پیسې غضنفر بانک ته لېږدول کېږي او هلته به تر قانوني غوښتنې پورې خوندي وساتل شي.

الفلاح بانک له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود او په کابل او هرات ولایتونو کې یې پېرودونکو ته بېلابېل بانکي خدمتونه وړاندې کول.

دا د پاکستان له لویو سوداګریزو بانکونو څخه ګڼل کېږي چې د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم پراخې څانګې او مالي فعالیتونه لري.

سرچینه: الفلاح بانک

🌐

Author