د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ۲۴ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د څه باندې ۱۸۰ استازو په ګډون د «شانګهای پلس» امنیتي کارپوهانو لومړنۍ غونډه جوړه شوه. ګډونوالو خبرداری ورکړ چې ترهګرې ډلې له مصنوعي ځيرکتيا او ډیجیټل پلتفارمونو ناوړه ګټه اخلي او له همدې کبله یې د ګډو تګلارو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دغې غونډې ته په یوه پیغام کې د معلوماتو د امنیت، د مهمو بنسټونو د ساتنې او د نوو ګواښونو پر وړاندې د هېوادونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې ډیجیټل ټکنالوژي له فرصتونو سره یوځای نوي امنیتي زیانونه هم رامنځته کړي دي.
دغه ناسته د جمعې په ورځ د لړم پر ۱۵مه نېټه ترسره شوه او د غړو هېوادونو استازو په کې د ترهګریزو هڅو پر وړاندې خپلې تجربې شریکې کړې. په مجازي فضا کې د افراطیت د خپرېدو مخنیوی او د هماهنګۍ نوې لارې چارې د خبرو له اصلي موضوعاتو څخه وې.
په غونډه کې بحث وشو چې ترهګرې ډلې څنګه له مصنوعي ځيرکتيا او ټولنیزو شبکو د تبلیغاتو، جلب او جذب او غیرقانوني کړنو لپاره ګټه اخلي. د غونډې په پای کې استازو د یوې ګډې اعلامیې له لارې د ټکنالوژۍ د ګواښونو پر څېړلو او د مسلکي روزنیزو دورو پر جوړولو هوکړه وکړه.
د طالبانو حکومت د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق هم په دې غونډه کې ګډون درلود او له ټکنالوژیکي شرکتونو لکه ټلګرام او ټیکټاک څخه یې وغوښتل چې د داعش پر ضد د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي. هغه وویل چې داعش خراسان له دغو وسایلو د مالي سرچینو راټولولو او تبلیغاتو لپاره کار اخلي.
پر همدې ورځ، د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د منځنۍ اسیا د مشرانو او د اردن د پاچا ترمنځ د «عقبه ابتکار» ناسته هم جوړه شوه. د دغې غونډې مهم تمرکز هم د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د امنیت ټینګښت او د نویو ټکنالوژیو له ناوړه استفادې څخه د مخنیوي پر لارو چارو راڅرخېده.
سرچینه: سیمهییزې رسنۍ
🌐