د عراق بهرنیو چارو وزیر فواد حسین الجزیرې شبکې ته په یوه مرکه کې ویلي چې د امریکا مالیې وزارت له دوی غوښتي څو له ایران سره پر پوله د دوو لارو پرته ټولې سرحدي لارې بندې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د واشنګټن دغه غوښتنه پر تهران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو د پالیسۍ یوه برخه ده، خو د ټولو لارو تړل د عراق پر اقتصاد منفي اغېز کوي او د دغې چارې تطبیق خورا ستونزمن دی.
د فواد حسین د څرګندونو له مخې، په پرېښودل شویو دوو استثنایي لارو کې یوه هغه یې د کردستان په سیمه کې موقعیت لري او اوس مهال د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ پر دغې موضوع بحثونه او خبرې روانې دي.
عراق تېره میاشت هم له ایران سره د «شیب» مهمه سرحدي لاره د امنیتي ارزونو، د قاچاق د مخنیوي او د پیژندنې پرمختللیو وسایلو د نصبولو په موخه تړلې وه.
د عراق حکومت مخکې هم ویلي وو چې له ایران سره پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او د دغو راکړو ورکړو ناڅاپي درول به د دوی پر کورني مارکېټ ناوړه اغېز وکړي.
سرچینه: الجزیره
🌐