د امریکا یو شمېر پخوانیو پوځیانو، ملکي همکارانو او هغو افغانانو چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو او ډیپلوماټانو سره کار کړی، له کانګرسه غوښتي چې په امریکا کې مېشت افغان متحدین له شړلو خوندي کړي.
د افغان ایواک ائتلاف د نومبر په ۱۱مه، د امریکا د پخوانیو پوځیانو د ورځې په مناسبت، د کانګرس غړو ته د دغو کسانو پرانیستی لیک خپور کړی دی.
په لیک کې ویل شوي چې افغان ژباړونکو، سرتېرو، د امریکا د سفارت کارکوونکو او د ښځو د حقونو او زدهکړو فعالانو د امریکا ترڅنګ کار کړی او اوس د طالبانو واکمنۍ ته د بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.
لاسلیک کوونکو له کانګرسه غوښتي چې د افغان متحدینو د لنډمهاله خوندیتوب قانون ژر تر ژره تصویب کړي.
په دغه لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې په قطر کې د پاتې افغانانو دوسیې وڅېړل شي، بېلې شوې کورنۍ سره یوځای او د ځانګړو کډوالۍ ویزو (اېسایوي) او نورو قانوني کډوالۍ لارو بهیر بېرته پیل شي.
هغوی ټینګار کړی چې د افغان متحدینو د خوندیتوب موضوع باید د امریکا د دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ګډ لومړیتوب وي.
سرچینه: افغان ایواک
🌐