د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي په تاشکند کې د بلجیم له سفیر ماتیاس کنده سره وکتل او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې وکړې.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د افغانستان د اوسني وضعیت او د دې هېواد په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو پر مسایلو بحث وکړ.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا لیدنه په رغنده فضا کې ترسره شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره ډیپلوماتیکو خبرو اترو لېوالتیا ښيي.
د بلجیم سفیر په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې همغږۍ رامنځته کولو لپاره د ازبیکستان هڅې خورا ارزښتناکې او ګټورې وبللې.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د بلجیم په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په لټه کې دي.
بلجیم تر دې وړاندې کابل ته خپل استازی استولی و او وروسته یې په بروکسل کې هم د طالبانو له چارواکو سره کتلي وو.
ورته مهال، په منځنۍ اسیا کې قرغیزستان ویلي چې له اروپايي هېوادونو یې د هغو افغان کډوالو د منلو وړاندیز ترلاسه کړی چې له اروپا ایستل کېږي.
سرچینه: د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت
🌐