د نومبر ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره برابره ده، په داسې حال کې چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او کافي خوړو بېبرخې دي. مرستندویه ادارو د نجونو پر زدهکړو د بندیز، د ماشومانو د خوارځواکۍ او درنو کارونو د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده.
د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور له مخې چې د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې خپور شو، په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي ښوونځیو بهر پاتې دي. دغه بنسټونه وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.
یونیسف ویلي چې تر اکټوبر ۲۰۲۶ پورې په افغانستان کې ۵ زره او ۳۰۰ غیررسمي ټولګي فعال وو چې شاوخوا ۱۶۲ زره زدهکوونکو پهکې زدهکړې کولې او ۶۴ سلنه یې نجونې وې؛ خو دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول پروګرامونه د رسمي زدهکړو ځای نه شي نیولی. ورته مهال، د نجونو د کمعمره ودونو کچه هم لوړه شوې ده.
د روغتیا په برخه کې، یونیسف راپور ورکړی چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کمعمره ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. د راپور پر بنسټ، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ هغو وضعیت د ۲۰۲۵ کال په پرتله خراب شوی او تر دوه کلنۍ کم ماشومان سخت زیانمن شوي دي.
هممهاله، بېسرحده ډاکټرانو سازمان څرګنده کړې چې د بېوزلۍ او لوږې له امله د ماشومانو خوارځواکي ۲۸ سلنه زیاته شوې ده او یوازې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې تر ۸ زرو ډېر ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي. پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دا ناورین لا سخت کړی دی.
بل لور ته، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په اوو ولایتونو کې د بېځایه شویو ماشومانو په اړه ویلي چې ۵۵ سلنه یې د خوړو له کمښت، ۴۱ سلنه یې د روغتیا له خرابېدو او ۳۳ سلنه یې له زدهکړو د محرومیت سره مخ شوي، او ۱۱ سلنه ماشومان له شاقه کارونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.
سرچینه: یونیسف او یونسکو
🌐