د امریکا امنیتي ادارو د دغه هېواد هوايي شرکتونو ته د القاعدې د ملاتړو او څانګو د هغو پیغامونو په هکله خبرداری ورکړی چې د سوداګریزو الوتکو د تښتولو هڅو ته ورته بریدونه هڅوي. د سياېناېن د رپوټ له مخې، په دغو پیغامونو کې تلابیب ته د فلایدبۍ الوتکې د تښتولو د ناکامې هڅې ستاینه شوې ده.
د امریکا فدرالي پولیسو (ایفبيای)، د کورني امنیت وزارت او د ټرانسپورتي امنیت ادارې په یوه ګډ خبرداري کې د هوايي چلند فعالانو ته ویلي چې افراطي کړیو په خپلو تبلیغاتو کې د امریکا او اسرائیل د ګټو پر ضد د الوتکو د تښتولو هڅونه کړې ده.
د قانون د پلي کولو یوې سرچینې سياېناېن ته ویلي چې اوسمهال هېڅ مشخص او باوري ګواښ شتون نه لري. د دغې سرچینې په وینا، دا خبرداری یوازې له خصوصي سکتور سره د استخباراتي معلوماتو د عادي شریکولو په چوکاټ کې ورکړل شوی دی.
په دغه رپوټ کې راغلي چې د القاعدې پیغامونه د دوی پر پخوانیو هڅو تمرکز لري څو له هوايي اسانتیاوو ناوړه ګټه واخلي او امنیتي تدابیر مات کړي. دا خبرداری په امریکا کې د سفرونو د ډېرې بیروبار اونۍ په درشل کې ورکول کېږي چې تمه ده د نومبر له ۲۴مې تر ۳۰مې پورې نږدې شپږ میلیونه کسان په کورنیو الوتنو کې سفر وکړي.
دغه خبرداری د سپټمبر میاشتې هغې پېښې ته اشاره کوي چې له دبۍ څخه تلابیب ته پر لاره الوتکه کې وشوه او په ترڅ کې یې همام الحمامي نومي پیلوټ هڅه وکړه په تبرګي سره په کابین کې بل پیلوټ ووهي او الوتکه راوغورځوي، خو مخه یې ونیول شوه. اسرائیلي چارواکو وروسته وویل چې د بریدګر په ټولنیزو شبکو کې له افراطي ډلو سره د تړاو نښې موندل شوې وې.
امنیتي ادارو له هوايي کارکوونکو غوښتي چې که د پلټنو د تېر ایستلو هڅې، د الوتنې په تړاو غیرعادي پوښتنې یا د یونیفورمونو او لاسرسي کارتونو ورکېدل وویني، ژر تر ژره دې چارواکو ته خبر ورکړي.
سرچینه: سياېناېن
🌐