د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رباب فاطمې کندهار ولایت ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې په یوې ویډیویي وینا کې د افغانستان په سیاسي بهیر کې د پرمختګ غوښتنه وکړه. هغې وویل چې په دې بهیر کې پرمختګ کولی شي د هېواد د ګڼو ستونزو د حل لپاره زمینه برابره کړي.

رباب فاطمې زیاته کړه چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن پاتې کېږي. د هغې په وینا، دا سازمان په یو وخت کې د روغتیايي بحران، د اوبو د کمښت، اقلیمي بدلونونو، د انرژۍ د ستونزو، خصوصي سکتور او ډیجیټل اړتیاوو د حل لپاره لارې چارې لټوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دې سفر کې د طالبانو د حکومت له ځايي چارواکو، په ځانګړي ډول د کندهار له مرستیال والي او ویاند سره وکتل. هغې دا کتنې رغندې وبللې او ويې ویل چې په دې ناستو کې د هېواد د مهمو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

هغې همدارنګه د مدني ټولنې له یو شمېر فعالو مېرمنو سره هم ولیدل او څرګنده یې کړه چې دغه مېرمنې د عدالت غوښتنې په برخه کې خورا مهم فعالیتونه ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو استازې د راستنېدونکو کډوالو ستونزمن حالت ته په اشارې وویل، ډېری دغه کډوال له کلونو وروسته هېواد ته راستانه شوي او ټولنیزې اړیکې نه لري، نو ځکه د کار په موندلو کې له سختو ننګونو سره مخ دي او ماشومان یې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې ټینګار وکړ چې د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ باید د راستنېدونکو لپاره د پایداره معیشت لارې برابرې شي. نوموړې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره تر لیدنې وروسته وویل چې د دوحې د بهیر کاري ډله کولی شي د اقتصادي ستونزو په هواري کې مثبت رول ولوبوي.

سرچینه: ملګري ملتونه

🌐

Author